Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

مستقبل پيژنو؟ نن چې مونږ ته كوم ناكامه، كمزورے، كم عقل، كند ذِهن ښكاري، كيدے شي سبا د هغه قِسمَت اوځليږي، الله پاك هغه عقل مند، لوئے عالِم، فاضل، د حكمت خاوند، عبادت ګزار، نيك پرهيزګار، با كردار او د زمانے رهنما جوړ كړې. زمونږ څه حق رسي چې مونږه د چا په مستقبل باندې حكم لګوو، مونږ له په ژبه ښه خبره راوړل پكار دي، د نورو په باره كښې هم ښه سوچ كوئ، ښه ذِهن ساتئ، د خپل اولاد په باره كښې، د كشرانو وروڼو په باره كښې، د شاګردانو په باره كښې، خپلو ماتحتو په باره كښې د الله پاك د رحمت نه ښه اُمِّىد لرئ. څومره داسې خلق دي چې د هغوئي په باره كښې زمانے والؤ به منفـي خبرې كولے خو الله پاك هغوئي داسې اوچت مقام  عطا كړو چې خلق ورته كتلي پاتي شو.

په عَلَّامه تَفتازانـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې كرم اوشو

      عَلَّامه سَعدُ الدِّين مَسعُود بِن عُمَر تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئے عالِمِ دين دے، په درسِ نظامي كښې د هغوئي ليكلے شوي كتابونه ښودلے كيږي. علامه تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قاضي شيرازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه به سبق وئيلو او په جماعت كښې ډىر زيات ذِهني كمزورے وو. د هغوئي د جماعت ملګرو به د هغوئي په ذِهني كمزورئ باندې خاندل. د دې باوجود علامه تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هِمَّت اونه بيللو او محنت ئې كولو، په ډىر كوشش او محنت سره به ئې سبق يادولو، بيا به ترې هيريدلو، بيا به ئې يادولو، داسې هغوئي خپل محنت جاري اوساتلو. يو ځل هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سبق يادولو كښې مصروف وو چې يو نااشنا كس راغلو او اوئې وئيل: مسعود! پاڅه! مونږه په سيل ځو. علامه