Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

كمې خبرې كول سُنَّتِ مصطفٰى دي

      د نبـي كريم، رؤوف رَّحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: (1) د انسان په خاموشئ باندې قائم اوسيدل د 60 كالو د عبادت نه بهتر دي.[1]

         اے عاشِقانِ رسول! كمې خبرې كول سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي * اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! زمونږه خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوګږده خاموشي اختيارولو والا وو. [2] * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بے ضرورته د خلقو سره خبرې نه كولے، د حضرت هند بِن ابوهاله رَضِیَ اللهُ عَنْهُ بيان دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بے ضرورته خبرې نه كولې بلكه اكثر به خاموشه اوسيدلو.[3] * د خاموشئ نه مراد: د دُنياوي خبرو نه خاموشي ده ګنې د حُضُورِ اكرَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژبه مباركه به د الله پاك په ذِكرسره لمْده اوسيدله.[4]

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! * خاموشي حكمت دے[5] * د كمو خبرو سره عقل كامل كيږي *  كمې خبرې كول د عبادت كنجي ده[6] * د كمو خبرو سره د عبادت خــوند حاصليږي * د كمو خبرو سره په عِـزَّت،

وقار او علم كښې زيات والے كيږي * څوك چې د بے ضرورته خبرو نه بچ شي، هغه په شيطان باندې غالب كيږي. [7]


 

 



[1]...شُعَبُ الْاِیْمَان، باب حفظ اللسان، جلد:4، صفحہ:245، حدیث:4953۔

[2]...شرح السنہ للبغوی، جلد:7، صفحہ:450، حدیث:3695۔

[3]...شمائل ترمذی، صفحہ:353، حديث:225۔

[4]...مرآۃ المناجیح، جلد:8، صفحہ:81۔

[5]...مستدرك، كتاب التفسير، تفسير سورة سبا، الصمت من الحكمت، جلد:3، صفحہ:200، رقم:3635۔

[6]...موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب الصمت وآداب اللسان، باب قلۃ الکلام...الخ، جلد:7، صفحہ:255۔

[7]...مسند ابی یعلیٰ، مسند ابی سید الخدری، جلد:1، صفحہ:324، حدیث:1001۔