Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

د خپل ژوند نه لفظِ كاش اوباسئ!

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ د ماضـي د ترِخ يادونو يو لوئے سبب لفظِ كاش دے. مونږه د خپل ماضـي په باره كښې كاش ډىر زيات وايو، كاش! ما دا نه وے كړے، كاش! ما دا نه وے كړے، كاش! دا نه وے شوي، كاش! ما دا كاروبار نه، هغه كاروبار مې كړے وے، كاش! ما دا ډپلومه نه، هغه ډپلومه مې كړي وے، كاش! ما دلته نه، په فلاني ځائے كښې نوكري كړي وے وغيره. دا كوم چې لفظِ كاش دے، دا زمونږه ماضي، حال او مستقبل هم ترِخ جوړوي. په دې وجه د خپل ژوند نه لفظِ كاش اوباسئ! دا ډير خطرناك لفظ دے. د اُمَّت غمخوار آقا، مكي مدني مصطفٰى
 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديثِ پاك دے، فرمائي: كه تاسو ته څه تكليف در اورسي نو دا مه وائې كه ما دا كار كړے وے نو داسې به شوي وے بلكه اووائې: قَدَّرَ اللہُ وَ مَا شَآءَ فَعَل الله پاك مُقَدَّر كړي وو او څه چې ئې غوښتل، هغه ئې اوكړل. نور فرمائي:  فَاِنَّ لَو تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّیْطَانِ بيشكه كه خو د شيطان كار برسيره كوي.[1]

       الحاج مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې فرمائي: يعني كه خو [يعني د دې الفاظو] نه د انسان بروسه په الله پاك نه پاتې كيږي، په خپل ځان ئې يا ئې په اسبابو باندې جوړيږي (بيا چې كله په الله پاك باندې بروسه پاتې نه شي نو شيطان انسان په قابو كښې اخلي). خيال لرئ! دلته په دُنيا كښې كه خو ذِكر دے، په ديني كارونو كښې كه خو او افسوس او پښيمانتيا ښه څيز دے، د مثال په طور كه ما


 

 



[1]...مسلم، كتاب القدر، باب الامر بالقوۃ وترک العجز...الخ، صفحہ:1027، حدیث:2664۔