Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

مسلمان زړه خفه كول حرام دي.  (2) كه د هغه په غير موجودګئ كښې مو د بل چا مخے ته خپل بد ګمان ښكاره كړو نو دا به غيبت شي او د مسلمان غيبت كول حرام دي. (3) بدګماني كوونكے صرف په خپل ګمان باندې صبر نه كوي بلكه هغه د هغه عيب په لټون كښې لګي او د يو مسلمان عيبونه لټول ناجائزه او ګناه ده. (4) د بدګمانئ نه بُغض او حسد په شان خطرناك مرضونه پيدا كيږي. (5) د بدګماني كولو سره د دوو وروڼو په مينځ كښې دُښمني پيدا كيږي، خواښې اِنګور د يو بل مخالف كيږي، د خاوند او بـي بـي په يو بل باندې اعتماد ختميږي او په خبره خبره په خپل مينځ كښې جنګ جګړه كيږي او آخر كار په هغوئي كښې طلاق او جدائي راځي، د ورور او خور په مينځ كښې تعلقات ماتيږي او داسې يو خنديدونكے كور وران جاڼ شي. (6) د نورو د پاره بد خيالونه ساتونكي خلقو باندې د فالج او د زړه بيمارئ خطره زياتيږي لكه څنګه چې په موجوده وخت كښې د امريكن هارټ ايسوسي ايشن له طرفه جاري شوي يو تحقيقي رپوټ كښې دا سرګنده شوي ده چې هغه خلق كوم چې د نورو د پاره مخالف سوچ ساتي او د دې په وجه د ذِهني دباؤ ښكار وي او په غُصَّه كښې اوسي، په هغوئي كښې د زړه بيمارئ او فالج خطره 86% زياتيږي.[1]

هميشه ښه سوچ كوئ!

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! بدګماني څومره خطرناكه بيماري ده، په دې وجه په مونږ باندې لازم دي چې مثبت سوچ خپل كړو، هميشه د نورو په باره


 

 



[1]... صراط الجنان، پارہ:26، الحجرات، زیر آیت:12، جلد:9، صفحہ:435-436۔