Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

خپل اُستاذ جوړ كړئ، د دې نه زدكړه اوكړئ او خپل مستقبل كامياب جوړ كړئ. كه مونږه مُثبت سوچ اوكړو، په خپله ماضي باندې درد مند كيدلو، په هغې باندې پريشانه كيدلو په ځائے د هغې نه زده كول شروع كړو نو مونږ ته به خپله ماضي بده نه بلكه حسين په نظر راځـي او د دې نه به ډير څه زده كړو او خپل مستقبل به بهتر جوړ

كړو. په دې وجه      Be Positive Be Successful

(ترجمه: مُثبت اوسئ! كاميابي اومومئ! )

تُو شاہیں ہے پرواز ہے کام تیرا      تیرے سامنے آسماں اور بھی ہیں

اسی روز و شب میں الجھ کر نہ رہ جا  کہ تیرے زمان و مکاں اور بھی ہیں

     وضاحت: شاهين! ستا كار الوتل دي، په دې وجه لاندې د كتلو په ځائے، په بره بره ګوره او په اوچتو ځايونو الوځه! دې ورځ شپه (مثلاً خپل ماضي) كښې مه نښله! ستاسو زمانے نورې هم دي (اوس لا نور هم ډىر څه كول دي).

هميشه نيك اُمِّيد اوساتئ!

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مايوسي يو مرض دے، مونږ له د الله پاك د رحمت نه هميشه ښه اميد ساتل پكار دي. په حديثِ قُدسي كښې الله پاك فرمائي: اَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِی بِیْ فَلْیَظُنَّ ظَانّ مَا شَآءَ زه د خپل بنده ګمان ته زيات نِزدې يم، پس ګمان كوونكے چې څنګه غواړي ګمان كوي.[1]

      حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دلته د عَبْد نه مراد مومِن بنده دے. يعني بنده زما مُتَعَلِّق چې څنګه يقين ساتي، زه ورسره هم هغه


 

 



[1]...بخاری، کتاب التوحید، باب  قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ، صفحہ:1787، حدیث:7405۔