Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د دُنيا بيشميره بركتونه به در نصيب شي. د ذيلي حلقے په 12 ديني كارونو كښې
يو ديني كار: د تفسير اوريدلو اورولو حلقه هم ده. * قرآنِ مجيد زده كول ډير د فضيلت كار دے: * په
احاديثو كښې داسې شان مضمون دے: سحر په دې حال اوكړه چې يا ته عالِم ئې يا طالبِ علمِ دين ئې.[1] * د يو
روايت مطابق د سحر په وخت د قرآنِ مجيد يو آيت زده كول د 100 ركعتو
نفلو ادا كولو نه بهتر دي.[2] * اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول د سحر لمَانځه نه پس د تفسير اوريدلو
اورولو حلقه لګوي * په دې
كښې 3 قرآني آيات ترجمه او تفسير
اوريدلے، اورولے كيږي * د فيضانِ سُنَّت نه درس كيږي
* شجره شريف لوستلے كيږي * دُعا كيږي
* په
آخر كښې اشراق، څاښت نوافل هم ادا كيږي
* تاسو هم د تفسير اوريدلو
اورولو په حلقه كښې د شركت عادت جوړ كړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! ډير بركتونه به در نصيب شي * د حديثِ پاك مطابق څوك چې د
سحر په وخت جمات ته نيكئ زده كولو له لاړ شي، هغه ته د عمرے ثواب ميلاويږي.[3] * د سحر وخت به مو په نيكو كښې
تير شي نو بركت به ميلاؤ شي * ټوله ورځ به مو ښه تيره شي * سحر سحر به د علمِ دين زده كولو موقع درنصيب شي
* د شجره شريف په صورت كښې به د
نيك بندګانو ذِكر اوشي * د هغوئي محبت به مو په زړه كښې كښيني
* د اوليائے كرامو روحاني توجه
به ميلاؤ شي * ايمان
به مو تازه شي * د
دوئي په وسيلے سره كړے شوي دُعاګانے به