Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

کښې ښخې کړې، حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په دې باره کښې پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل: ما دوه قبرونه اوليدل، په هغوئي باندې عذاب وو، لہٰذا ما اوغوښتل چې زما د شفاعت په برکت تر څو پورې څانګې شنې وي، تر هغه وخته پورې د هغوئي نه عذاب اوچت کړے شي. ([1])

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به جنازه ادا کوله

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اُمَّت باندې شفقت دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مرحومانو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم جنازه ادا کوله او په هغې کښې به يـې رغبت ساتلو د پاره د دې چې هغوئي ته د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جنازې ادا کولو برکتونه حاصل شي. يوه صحابيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها وه، هغې به جومات جارو کولو، يو ځل داسې اوشو چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيرې ورځې هغه اونه ليدله، د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان نه يـې پوښتنه اوکړه: هغه جارو کوونکې زنانه چرته ده؟ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان اووئيل: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه خو وفات شوې ده. رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا واوريدل نو خفه شو، اوئې فرمائيل: تاسو زه ولې نه ووم خبر کړے. بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې قبر له تشريف يوړلو. د هغې په قبر يـې جنازه ادا کړه او اوئې فرمائيل: دا قبرونه د تيارې نه ډک دي، بے شکه الله پاک به زما په دې باندې د ادا کړے شوې جنازې په برکت (د دوئي په تيارۀ قبرونو کښې) رڼا راولي. ([2])

قبر میں لہرائیں گے تاحشر چشمے نور کے       جلوہ فرما ہو گی جب طلعت رسول اللہ کی ([3])

وضاحت: زمونږ د غريبانانو قبرونو ته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په راتلو باندې به د


 

 



[1]... فتح الباری، کتاب الوضو، باب من الکبائر...الخ، جلد:1، صفحہ:416، زیرِ حدیث:216 بتصرف۔

[2]... مسلم، کتاب الجنائز، باب الصلاۃ علی القبر، صفحہ:343، حدیث:956۔

[3]... حدائقِ بخشش، صفحہ:152۔