Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain
* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په هفته واره اجتماع کښې ذِکر کيږي * عِلم دِين هم زده کيږي *په نيک صحبت کښې کښيناستل او * په جومات کښې وخت تيرول نصيب کيږي *يو اهم برکت دا چې د ديني اجتماع د پاره تلل هم د الله پاک په لاره کښې وَتل دي، چې هفته واره اجتماع ته تشريف راوړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کور نه د وتلو نه واخله تر واپس تللو پورې ټول وخت به مو د الله پاک په لار کښې شميرلے کيږي.
د هر زيارت په ورځ په پابندئ سره په هفته واره اجتماع کښې د اَوَّل نه تر آخره پورې د شرکت کولو نيت کوئ!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د ګناهونو نه ډک ژوند يـې بدل شو
د کراچئ (پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، د دُنيا په مزو کښې مصروف اوسيدل زما معمول وو، د خرابو دوستانو صحبت زه خراب کړے ووم، د دوستانو سره به په شريکه ټوله شپه د ګناهونو نه ډکه سلسله روانه وه، يو ځل يو اسلامي ورور ما ته د ماښام په وخت د نـمونځ کولو دعوت راکړو، پته نه لګي چې د هغه په دعوت کښې څه اثر وو چې زه د هغوئي سره د جومات په لور روان شوم، د ماښام نـمونځ مې اوکړو، د نـمونځ نه پس يو اسلامي ورور د فيضانِ سُنَّت نه درس ورکړو، د درس نه فوراً پس اسلامي وروڼو په هفته واره د سُنَّتو ډکه اجتماع کښې د شرکت کولو تياري شروع کړه. يو اسلامي ورور ماله هم په هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو ترغيب راکړو، د هغه انداز دومره ښکلے وو چې زه فوراً په اجتماع کښې د شرکت کولو د پاره تيار شوم، بيا ډير زر د اسلامي وروڼو