Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

داسې دي لکه څنګه چې د عامو سترګو د پاره مخې ته اړخ وي او دا داسې نه ده چې بعضې وخت وي بلکې شپه ورځ، هر وخت، هر سعت د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاک نظر هم دغه کمال دے. که د دې دليل کتل غواړئ نو په 27 سیپارہ کښې سورۀ وَ النَّجم اولولئ، الله پاک په دې سورت کښې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کتلو د طاقت کمال بيان کړے دے.

آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عِلم غيب دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته دا يوه خبره هم ډيره ايمان تازه کوونکې ده چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کله په دُنيا کښې تشريف فرما وو نو عالَمِ برزخ به يـې ليدلو نو غور اوکړئ! اوس مونږ په ظاهري دنيا کښې يو او زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په عالمِ برزخ کښې تشريف فرما دے، که هغوئي په دې دُنيا کښې د پاتې کيدو سره عالم برزخ ليدلے شي نو په عالمِ برزخ کښې د پاتې کيدو سره مونږه غلامان څنګه نشي ليدلے . يقيناً د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شانونه هر سعت زياتيږي هغوئي چې څنګه په دنيا کښې د پاتې کيدو سره برزخ ليدلو، هم داسې په عالمِ برزخ کښي د پاتې کيدو سره مونږ غلامان هم ويني.

(2): دوه خطرناک ګناهونه

   خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې حديث مبارک نه مونږه دا خبره هم زده کړه چې د چغلئ نه او د متيازو د دارو نه نۀ بچ کيدل هم خطرناک ګناهونه دي. هم د دې ګناهونو په وجه هغه مړي په عذاب کښې وو او خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي په باره کښې اوفرمائيل: مَا یُعَذِّبَانِ فِیْ کَبِیْرٍ يعنې هغوئي ته عذاب د څه داسې ګناه په