Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain
ايصالِ ثواب ترغيب ورکولو. ([1]) يوه صحابيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها چا ته چې به بنتِ عَفِيف وئيلے شوه، هغه فرمائي: مونږه چې کله بارګاهِ رسالت ته حاضر شولو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ نه په دې خبره باندې بيعت واخستو چې مونږه به د خپلو مرحومانو د پاره فاتحه لوَلو. ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! د دې نه اندازه اولګوئ چې د دواړو جهانونو رحمت، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ايصالِ ثواب له څومره اهميت ورکولو. هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نه په دې خبره باندې باقاعده بيعت اخستے وو چې د مړي د پاره به د سورۀ فاتحه تلاوت کوئ.
صحابئ رسول حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما مور پلار دې په تاسو قربان شي...!! مونږه د خپلو مرحومانو د پاره صدقه کوو، د هغوئي د پاره حج کوو، آيا دا هغوئي ته ور رسي؟ اوئې فرمائيل: آؤ! دا هغوئي ته ور رسي او هغوئي په دې (ايصالِ ثواب) داسې خوشحاليږي، لکه څنګه چې تاسو (ژوندي خلق) په تحفه ميلاويدو باندې خوشحاليږئ. ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! چې کله مونږ له څوک تحفه راکړي نو مونږه څومره خوشحاليږو، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: هم داسې خوشحالي مرحومان هٰغه وخت کوي، کله چې هغوئي ته د ايصالِ ثواب تحفه وړاندې کړے شي. دا څومره ښکلې خبره ده، اوس لږ تصور خو اوکړئ! * مونږه د صحابۀ