Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په قبر د شنې څانګې کيښودو برکت

په بُخاري شريف کښې دي: سُلطانُ المُفَسِّرِين حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دوو قبرونو په خوا تيريدلو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغې ته اوکتل او اوئې فرمائيل: دې دواړو قبرونو والؤ باندې عذاب کيږي او عذاب هُم پرې د څه غټ جرم په وجه نه دے (يعنې دوئي چې په کومه ګناه کښې اخته وو، هغه داسې نه وه د کومې نه چې بچ کيدل ګران وو) * په دې کښې به يو د مِتيازو د دارو نه ځان نه ساتو * بَل به چغلي کوله. بيا خوږ آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه شنه څانګه راواخسته، هغه يـې دوه ځائے کړه، يوه حصه يـې په يو قبر باندې او بَله حصه يـې په بَل قبر باندې ښخه کړه. صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د دې د حکمت په باره کښې پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل: لَعَلَّهُ اَنْ يُخَفَّفَ عَنْهُمَا مَا لَمْ يَـيْـبَسَا اُميد دے چې تر څو پورې دا څانګې نه وي وَچې شوې، د دې مَړو په عذاب کښې به کمے کيږي. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حديثِ پاک نه ميلاويدونکي سبقونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې حديثِ پاک نه مونږ ته ډير زيات سبقونه حاصليږي:

(1): د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر مبارک کمال


 

 



[1]... بخاری، کتاب الجنائز، باب الجرید علی القبر، صفحہ:381، حدیث:1361۔