Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

ميتيازو د دارو نه ځان نه ساتل هم ډير ګران دي عموماً داسې کوونکي د متيازو د دارو نه د بچ کيدو خپل خيال هم نه ساتي * بعضې ځل W.C (يعنې په واش رُوم کښې د کښيناستو سيټ) کم ژور لګولے شي، په دې حالت کښې هم خاص طور ښپې د ناپاکه دارو نه ساتل ګران وي، څوک چې د پاکئ او ناپاکئ په احکامو نه پوهيږي يا چې څوک د نـمونځ عادت لرونکي نه دي، د هغوئي عموماً دې اړخ ته پام هم نه وي، د واش روم نه پس خو لاس وينځي خو ښپې يـې ناپاکه پاتې شي * بلکې اوس خو په ولاړه د متيازو کولو رجحان ورځ په ورځ زياتيږي، خاص طور په ائير پورټ او نورو ځايونو کښې په ولاړه د متيازو کولو خاص انتظام وي [دا هُم غير مهذّبه طريقه ده]، په دې حالت کښې هم بدن او جامې د متيازو د ناپاکه دارو نه بچ کول ګران کار دے. ياد ساتئ! ځان د متيازو د دارو نه نۀ بچ کول سخته ګناه ده. د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د متيازو نه بچ اوسئ! عام طور د قبر عذاب په هُم دې وجه کيږي. ([1])

   د قبر د عذاب درې بنيادي وجهې

حضرت قَتَاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږ ته وئيلے شوي دي چې د قبر عذاب په دريو حصو کښې تقسيم کړے شوے دے (1): په دريو کښې يوه حصه عذاب د غيبت په وجه (2): يوه حصه عذاب د چغلئ په وجه (3): او يوه حصه عذاب د متيازو (د دارو نه د ځان نه ساتلو) په وجه وي. ([2])

الله پاک دې مونږ ته د دې دريو واړو بلکې د هر قِسمه ګناه نه د بچ کيدو توفيق


 

 



[1]... سنن الدار قطنی، کتاب الطہارۃ، جلد:1، صفحہ:98، حدیث:458۔

[2]... موسوعۃ ابن ابی الدنیا، کتاب:الغيبة والنميمة، جلد:4، صفحہ:355، حدیث:52۔