Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ  وَ الـصَّـلٰـوۃُ  وَالــسَّـلَامُ عَلٰی خَاتَمِ النَّبِیٖن ط

اَمَّا بَـعْدُ  فَـاَعُوْذُ  بِـالـلّٰـهِ  مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط    بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط

 وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه                                                                        اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه                                                                                       اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

د يوې زنانه ځوي ډير ګنهګار وو. هغې زنانه به هغه ته د نيکئ حکم کولو او د بے حيايئ او بدو کارونو نه به يـې منع کولو خو هغه به نه منع کيدو. آخر پرې تقدير غالب شو او هغه ځلمے بغير د توبې نه مړ شو. مور يـې ډيره خفه شوه، د ځوي د مرګ سره سره د هغې سره دا غم هم وو چې ځوي يـې توبه نه وه کړې او په ګناهونو کښې مړ شو.

يوه ورځ هغې زنانه خپل ځوي په خوب کښې اوليدو، هغه په عذاب کښې ګرفتار وو، نو زنانه نوره هم غمژنه شوه. څه ورځې تيرې شوې نو هغې بيا خپل ځوي په خوب کښې اوليدو، په دې ځل د هغه حالت ښه وو او هغه ډير خوشحاله وو. زنانه ترينه په حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: ځويه! مخکښې خو ته په عذاب کښې ګرفتار وې...!! د هغې نه نجات څنګه حاصل شو؟ ځوي يـې اووئيل: مور جانې! يوه ورځ يو ګنهګار کَس د هديرې په خوا تيريدلو، ړنګ قبرونه چې يـې اوليدل نو د هغه په زړۀ اثر اوشو، هغه د آخرت په باره کښې غور او فِکر شروع کړو نو هغه په خپلو ګناهونو باندې پښيمانه شو، هغه خپلې غلطئ رايادولې او ژړل يـې، هغه د زړۀ نه رښتونې توبه اوکړه. د هغې نه پس هغه د قرآنِ کريم لږ تلاوت اوکړو، بيا يـې شل کَرَته درودِ پاک اولوستو او د هغې ټولو