Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

ډوبيدونکے کَس هر بوټي ته لاس اچوي، يعنې هغه چې وړوکے شان بوټے هم اوويني نو طمع ترې ساتي او هغه نيسي چې کيدے شي د دې په وجه د ډوبيدو نه بچ شم، په قبر کښې د مړي حالت هم داسې وي) هغه سخت انتظار کوي چې د پلار يا مور يا ورور يا چا دوست دعا هغه ته راورسي او چې کله د چا دعا هغه ته اورسي نو د هغه په نزد هغه د دنیا ومَافِیْھا (يعنې د دنيا او په دنيا کښې چې څه دي) د هغې نه بهتر وي. الله پاک قبر والؤ ته د هغوئي د ژوندي تعلق [لرونکي] د طرف نه هَدِيَّه (يعنې تحفه) کړے شوے ثواب د غرونو په شان عطا کوي، د ژوندو هَدِيَّه (يعنې تحفه) د مړو د پاره د بخښنې دعا ده. ([1])

د دعاګانو برکت

په حديثِ پاک کښې دي: زما اُمَّت به د ګناه سره قبر ته داخليږي او چې کله ووځي نو بے ګناه به وي ځکه چې هغوئي د مسلمانانو په دعاګانو سره اُوبخښلے شي. ([2])

نُوراني جامې

يو بزرګ خپل وفات شوے ورور په خوب کښې اوليدو او پوښتنه يـې ترينه اوکړه: آيا د ژوندو خلقو دعا تاسو ته در رسي؟ مرحوم جواب ورکړو: آؤ په الله پاک مې دې قسم وي! هغه د نُوراني جامو په شکل کښې راځي، مونږه هغه اغوندو. ([3])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... شُعَبُ الاِیْمَان، باب فی بر الوالدین، فصل فی حفظ ...الخ، جلد:6، صفحہ:203، حدیث:7905۔

[2]... معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:509، حدیث:1879۔

[3]... شرح الصدور، باب ماینفع المیت فی قبرہ، صفحہ:214۔