Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د صحابۀ کرامو، اهلِ بيت اطهار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د ځان نه مخکښې تيرو شوو ايمان والؤ په حق کښې دعا کول، د هغوئي د پاره د ختمِ پاک او فاتحه وغيره اهتمام کول جائز او ښه عمل دے چې په دې کښې د هغه بزرګانو د پاره دُعا کيږي. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! که زيات نه وي نو کم از کم روزانه يو ځل د ټولو مسلمانانو په حق کښې د بخښنې د دُعا عادت جوړ کړئ! په حديثِ پاک کښې دي، زما او ستاسو آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د ټولو مؤمِنانو نارينؤ او زنانؤ د پاره د بخښنې دُعا کوي، الله پاک د هغوئي د پاره د هر مؤمِن نارينه او زنانه په بدل کښې يوه نيکي ليکي. ([2])
خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! اندازه اوکړئ د حضرت آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام نه واخله تر اوسه پورې اربونه کهربونه مسلمانان دنيا ته راغلي دي. که مونږه د ټول اُمَّت د بخښنې د پاره دا دعا کوو اَللّٰھُمَّ اغْفِرْ لِیْ وَلِکُلِّ مُؤْمِنٍ وَّمُؤْمِنَۃٍ يعنې اے الله! زما او د هر مؤمِن او مؤمِنې مغفرت اوکړې. ([3]) نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه به د اربونو، کهربونو نيکو خزانه په لاس راځي.
الله پاک دې مونږ ته د ټولو د پاره، د خپلو مرحومانو د پاره بلکې د ټول مسلمان اُمَّت د پاره د نيکو دعاګانو کولو توفيق رانصيب کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم