Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

(3): د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مرحومانو باندې رحمت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې حديث مبارک نه د زدکړې د پاره دريم او ډير اهم سبق دا دے چې زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مرحومانو سره رحمدلي او شفقت...!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو د پاره رحمت دے. الله پاک فرمائي:

وَ مَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ(۱۰۷) (پارہ:17، اَلانبیا:107)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او مونږه ته د ټولو جهانونو د پاره رحمت ليږلے يـې.

چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو د پاره رحمت دے نو يقيناً هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عالم برزخ والؤ د پاره هم رحمت دے. ځکه خو چې کله هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قبر کښې هغه دواړه مړي په عذاب کښې اوليدل نو د دواړو جهانونو رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم برداشت نکړے شوه او فوراً يـې په عذاب کښې د کمي ذريعه اوفرمائيله، څانګه يـې دوه ځايه کړه او په قبرونو باندې يـې کيښوده او حکمت يـې دا اوښودلو چې تر څو دا څانګې شنې وي (تسبيح به کوي، د دې د تسبيح په برکت به) په عذاب کښې کمے کيږي. ([1])

علّامه اِبنِ حجر عَسقَلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا واقعه صرف يو ځل نه ده شوې، مونږ ته په حديثونو کښې داسې قِسمه نور واقعات هم ميلاويږي، مثلاً يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرته په سفر وو، صحابئ رسول حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم ورسره وو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په يو ځائے کښې اودريدلو او په حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې يـې دوه څانګې راوغوښتلې، هغه يـې په دوو مختلفو ځايونو


 

 



[1]... بخاری، کتاب الجنائز، باب الجرید علی القبر، صفحہ:381، حدیث:1361۔