Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

مسلمانانو وروڼو سره د مرګ نه پس هم ښيګړه کوو. د دې دوه طريقې دي: (1):يوه دا چېد هغوئي د پاره د بخښنې دعا کوو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! چې د څومره مسلمانانو د پاره د بخښنې دعا کوو، د هغوئي د شميرې برابر به نيکئ ميلاويږي. که د ټولو مسلمانانو د پاره دعا کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په سيکنډ کښې به اربونه کهربونه نيکئ اوګټو. (2):دويمه طريقه دا ده چې د ايصالِ ثواب عادت جوړ کړو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک د رحمت نه اُميد دے چې د يوې نيکئ ثواب څومره کَسانو ته وربخښو، د ټولو د شميرې برابر به ثواب زمونږه په اعمال نامه کښې ليکلے شي. يعنې د ايصالِ ثواب په ذريعه مونږه خپله يوه نيکي څو سوه چنده بلکې په اربونو کهربونو چنده زياتولے شو.

اللہ پاک دې مونږ ټولو ته د نيکو اعمالو توفيق رانصيب کړي. د ايصالِ ثواب د فائدو او د دې په باره کښې د تفصيلي معلوماتو دپاره د شيخ طريقت اميرِ اهلِ سُنَّت حضرتِ علامه مولانا محمد اِلياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُهمُ الْعَالِیَه مختصره رساله ”فاتحه اور ايصالِ ثواب کا طريقه‘‘ اولولئ!

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د سُنَّتو پابند جوړيدو او د نيکو جذبه موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره هر وخت تړون ساتئ. په ديني کارونو کښې عملي طور شرکت کوئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به تاسو ته ډير برکتونه حاصل شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع هم ده. تاسو ته خواست دے چې * په پابندئ سره په دې کښې شرکت کوئ! په ديني اجتماع کښې د کښيناستو او ذکر کولو به خپل څومره شان وي! د حديثِ پاک مطابق څوک چې د دوئي سره کښيني، هغه بدبخته نه پاتې کيږي. ([1])


 

 



[1]... مسلم،کتاب الذکر و الدعاء...الخ، باب فضل مجالس الذکر، صفحہ:1037، حدیث:2689۔