Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

سره په شريکه عالمي مَدَني مرکز فيضانِ مدينه ته اورسيدم، هلته مې د سُنَّتو نه ډک بيان واوريدو، په ذِکرُ الله کښې مصروفه شوم، بيا د ژړا نه ډکه دُعا اوکړے شوه. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي د هفته وارې اجتماع او د عاشقانِ رسول د صحبت په ما باندې دومره اَثر اوشو چې ما د دُعا په وخت په ژړا ژړا د خپلو ګناهونو نه توبه کړه او بيا د پاره مې په نيکو کښې د ژوند تيرولو پوخ نيت اوکړو، د اجتماع نه د واپس کيدو نه پس ما د نـمونځونو پابندي شروع کړه او د نيکو نه ډک ژوند تيرولو کښې مصروف شوم.

اسی ماحول نے ادنیٰ کواعلیٰ کر دیا دیکھو!                   اندھیرا ہی اندھیرا تھا اُجالا کر دیا دیکھو!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

نعت کوليکشن (Naat Collection) موبائل ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن سبا د ټيکنالوجي دور دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د سمارټ فون (Smartphone) په ذريعه هم عِلم دِين عام کوي. دې لړ کښې د دعوتِ اِسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے: د کوم نوم چې: Naat Collection (نعت کولیکشن) دے. * په دې ايپ کښې د اعلیٰ حضرت، شهزادګانِ اعلیٰ حضرت، برادرِ اعلیٰ حضرت مولانا حسن رضا خان، د اعلیٰ حضرت د خليفه مولانا جميل الرحمن، د مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم او د امير اهلسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کلامونه شامل کړے شوي دي * په هره مجموعه کلام کښې کلامونه د حروف تهجي او رديف په ترتيب سره کتلے شئ. د سرچ بار په ذريعه د خپلې خوښې کلام په آسانئ سره لټولے شئ  * کلام په mp3 کښې د ډاؤن لوډ کولو سهولت هم