Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

د مرحُوم د ايصالِ ثواب د پاره به يـې صدقه کوله * او د هغه د اړخ نه به يـې قرباني هم کوله. ([1])

    سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ له هم توفيق راکړي، مونږ له هم د خپلو مرحومانو سره نيک سلوک کول پکار دي. الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي.

وہ ظہوریؔ یار میرا، وہی غم گُسار میرا

میری قبر پر جو آ کر نعتِ نبی سُنائے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ايصالِ ثواب طريقه!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ايصال ثواب ډيره آسانه نيکي ده، او هغه داسې چې مونږ هر نيک کار اوکړو، که فرض وي که نفل وي، که مالي خيرات وي که درود شريف يا تلاوت وي که د سنتو ډکه اجتماع کښې شرکت وي که په مَدَني قافله کښې سفر وي، بس چې کوم عبات يا نيک کار هُم اوکړو نو بيا په زړه کښې دا نيت اوکړو چې ما د دې عبادت، د دې نيک کار ثواب حضور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته نذرانه کړو، او د هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر مې د حضرت آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام نه واخله تر قيامته پورې ټولو مسلمانانو بالخصوص ټولو انبيائے کرامو عَـلَيْـهِمُ الـسَّـلَام  ټولو صحابۀ کرامو و اهل بيت اطهار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم  ته ټولو اولياءُ کرامو رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْهِم ته خپل پير و مرشد او خپل مور او پلار او خپلو ټولو خپلوانو عزيزانو ته اوبخښلو نو اِنْ شَآءَ اللهُ الْکريم ټولو ته به ثواب اورسيږي، په زړه کښې د نِيَّت کولو سره سره که په خُله هُم د ثواب بخښلو اووئيلے شي نو زياته بهتره ده.


 

 



[1]... سورِ صحابہ میں ایصال ثواب کی مختلف صورتیں، صفحہ:51-158 ملخصاً۔