Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

ماحول ته د کتلو سره * آخرت راياديږي * زړۀ نرميږي * د دُنيا محبت د زړۀ نه لرې کيږي * او د توبې په لور مائله کيږي، ځکه مونږ له پکار دي چې وخت په وخت هديرې ته ځو، هلته لږ وخت ايساريږو او د قبر د حالاتو او د قيامت په ورځ د قبرونو نه د راپاڅيدو په باره کښې غور او فِکر کوو. د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * زړۀ روښانه کيږي * د ګناهونو نه به نفرت پيدا کيږي * او د نيکو سره به محبت نصيب کيږي. *د دې واقعې نه دا اهمه خبره هم زده کيږي چې کله هم د هديرې په خوا تيريدل وي نو * پکار دي چې تلاوت اوکړے شي او * درودِ پاک اولوستلے شي او * څه ذِکر و اَذکار اوکړے شي او هديرې والؤ ته ايصالِ ثواب اوکړے شي. د دې به چې کوم برکتونه مونږ ته ميلاويږي، هغه خو به هسې هم ميلاويږي، او معلومه نه ده چې زمونږ د دې ايصالِ ثواب په برکت به هغه هديرې والؤ ته کومې کومې فائدې رسي. الله پاک دې زمونږه په کثرت سره د درودِ پاک د لوستلو او د هغې ثواب ټولو مسلمانانو ته د بخښلو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو دے. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ! د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * په اَدب به کښينم * ښه په توجُّه به بيان اورم * څه چې واورم، د هغې به


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔