Esal e Sawab Ki Barkatain

Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

هغوئي نوراني مخ داسې جلوې کوې کومې چې به د جنډو په شان زمونږه په قبرونو کښې تر قيامته پورې پړقيږي.

د يوې مسئلې وضاحت

ياد ساتئ! شرعي مسئله ده چې که د مړي وَلِي (يعنې ډير نزدې خپل لکه پلار يا ځوي وغيره) په جنازه کښې نه وي شريک شوے نو د هغه د پاره اجازت دے چې د دريو ورځو نه مخکښې مخکښې قبر ته لاړ شي، نو د هغه په قبر جنازه ادا کولے شي. زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو د هر مسلمان د هغه د ځان نه هم زيات مالِک دے، ځکه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې صحابيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها په قبر باندې جنازه ادا کړه. ([1])

په مرحومانو باندې رحم اوکړئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا ادا اختيارول پکار ده، په دې دُنيا کښې خو مونږ په يو بَل باندې رحم کوو * که څوک وږے اووينو نو زمونږ په زړۀ کښې د هغه د پاره رحم راځي * په تږو اوبه هم څښو *که څو غم زپلے اووينو نو که د هغه غم لرې نه کړو نو د تسلئ يو څو جملې خو وايو. دا هم ډيره ښه خبره ده خو ياد ساتئ! زمونږه هٰغه * دوستان * خپلوان * زمونږه اشنا خلق * بلکې زمونږه ټول مسلمانان وروڼه کوم چې د دې دنيا نه تلي دي، قبر ته کوز شوي دي، هغوئي زمونږه د رحمدلئ زيات حقداران دي. علّامه اسماعيل حقي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د مرحومانو او خاص طور د مرحومانو مور پلار او استاذانو په حق کښې رحمدله


 

 



[1]... فتاوٰی رضویہ، جلد:9، صفحہ:291 ملخصاً۔