Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

موجود دے * د خپلې خوښې په کلام نخښه لګولے شئ او بيا بيا يـې اوريدے شئ *تاسو د خپلې خوښې کلام په مائي کليکشن فيچر کښې محفوظ کولے شئ. کلام يا شعر کاپي کولے شئ او په واټس ايپ، فيس بک، ټويټر وغيره باندې يـې شيئر کولے هم شئ. دا ايپ پخپله هم ډاؤن لوډ کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! د بيان په آخره کښې د ايصال ثواب په باره کښې يو څو مدني ګلونه وړاندې کووم:

د اِيصالِ ثواب مَدَني ګلونه

 (1): د ايصالِ ثواب لفظي معنٰی دہ: ”ثواب رَسَوَل“ دې ته ”ثواب بخښل“ هم وئيلے شي خو د بزرګانو د پاره ”ثواب بخښل“ وئيل مناسب نه دي، ”ثواب نذرانه کول“ وئيل ادب ته ډير نزدې دي. (2): د * فرض * واجب * سُنَّت * نفل * نـمونځ * روژې *زکوٰۃ * حج * تلاوت * نعت شريف * ذِکرُ الله * دُرُود شريف * بيان *دَرس * مَدَني قافله کښې سفر * علاقائي دوره * د ديني کتاب لوستل * د نيکئ د دعوت وغيره هر نيک کار ايصالِ ثواب کولے شئ. (3): د مړي * دريمه * لسمه *څلويښتمه * او کال کول ډير ښه کارونه دي چې دا هُم د ايصالِ ثواب ذريعې دي.(4): د دريمې خوراک عموماً د دعوت شکل کښې وي ځکه د مالدارو خلقو د پاره جائز نه دي صرف غريبانان او مسکينان دې يـې خوري، د دريو ورځو نه پس هُم د مړي د خيرات نه مالدارو (يعنې څوک چې غريبانان نه وي هغوئي) له ليږل پکار دي. (5):د يوې ورځې ماشوم پسې هم ايصال ثواب کولے شي، د هغه د پاره په دريمه وغيره