Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

دا يو ډير آسان کار دے او په دې به مونږ ته پخپله هُم ډير ثواب ميلاويږي. په بهار شريعت کښې دي: د ايصالِ ثواب کوونکي [يعنې ثواب بخښونکي] په ثواب کښې به هيڅ کمے نه کيږي بلکه دا اميد دے چې څومره خلقو ته يـې ثواب بخښلے دے د هغوئي ټولو د شمير برابر به ثواب بخښونکي ته ثواب ميلاويږي.

د مور پلار د پاره ايصالِ ثواب ضرور کوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د ټولو مسلمانانو د پاره هم ايصالِ ثواب کولے شئ او کول هم پکار دي، البته! د خپل مور پلار د پاره ايصالِ ثواب کول، که وفات شوي وي نو د هغوئي قبر له تلل ډير ضروري دي. دا هم د مور پلار په بے شميره حقونو کښې يو حق دے. په دې باره کښې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پينځه فرامين مبارک واورئ: (1):د ثواب په نيت د مور پلار د قبر زيارت کوونکي ته به د قبول شوي حج برابر ثواب ميلاويږي او [څوک چې] په کثرت سره د هغوئي د قبر زيارت کوي (چې کله هغه وفات شي نو) د هغه د قبر د زيارت کولو د پاره به فرښتې راځي. ([1]) (2): څوک چې د خپلې مور يا پلار د اړخ نه حج اوکړي نو د هغوئي (يعنې مور يا پلار) د اړخ نه به حج ادا شي او حج کوونکي ته به د نورو لسو حجونو ثواب ميلاويږي. ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! چې کله اللہ پاک د نفلي حج سعادت درکړي نو د مرحومانو مور يا پلار د پاره نيت اوکړئ د پاره د دې چې هغوئي ته هم د حج ثواب حاصل شي، ستاسو به هم حج اوشي بلکې د نورو لسو حجونو ثواب به په لاس درشي. که په مور پلار کښې څوک په


 

 



[1]... نوادر الا صول، الاصل الخامس عشر...الخ، جلد:1، صفحہ:72۔

[2]... دار قطنی، کتاب الحج، باب المواقیت، جلد:1، صفحہ:204، حدیث:2587۔