Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain
داسې حالت کښې وفات شو چې په هغوئي باندې حج فرض وو او هغوئي نه وو کړے نو بيا اولاد ته د حجِ بدل شرف حاصلول پکار دي. د ”حجِ بدل“ په تفصيلي احکامو د ځان پوهه کولو د پاره د اميرِ اهلسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتاب رَفِيقُ الحَرَمَين صفحه 208 نه 214 پورې اولولئ.
(3): فرمان مُصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: چې کله په تاسو کښې څوک څه نفلي خيرات کوي نو پکار دي چې هغه د خپل مور پلار د اړخ نه اوکړي چې د دې ثواب به هغوئي ته [هُم] ميلاو شي او د هغه (يعنې د خيرات کوونکي) په ثواب کښې به [هُم] هيڅ کمے نه کيږي. ([1]) (4): په يو روايت کښې فرمائيلي دي: بنده چې کله د خپل مور پلار د پاره دُعا پريږدي د هغه رزق قَطع شي. ([2]) (5): په يو بل حديث شريف کښې دي: څوک چې د جُمعې په ورځ د خپل مور پلار يا په هغوئي کښې د يو د قبر زيارت اوکړي او د هغې په خوا کښې سورۀ يٰسن اولولي. هغه به اوبخښلے شي. ([3])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! خلاصۀ کلام دا ده چې مونږ مسلمانان يو او زمونږه خوږ دين اسلام مونږ ته د نيکئ سبق راښائي، مونږ له پکار دي چې د عامو دنيادارو په شان صرف د قبر د کندې تر حده پورې نه اوسو بلکې د خپلو خپلوانو بلکې د ټولو