Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

د فرښتو يو سُنَّت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مسلمانانو په حق کښې د بخښنې دُعا کول ډير د فضيلت والا عمل دے، دا د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت هم دے، د فرښتو سُنَّت هم دے او د نيکانو خلقو ښکلے ښکلے صفت هم دے. آؤ جي! په قرآنِ کريم کښې ارشاد اوشو:

اَلَّذِیْنَ یَحْمِلُوْنَ الْعَرْشَ وَ مَنْ حَوْلَهٗ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَ یَسْتَغْفِرُوْنَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْاۚ- (پارہ:24، المؤمن:7)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: عرش اوچتوونکې او د هغې نه ګير چاپيره (فرښتے) د خپل رب د تعريف سره د هغه پاکي بيانوي او په هغه ايمان لري او د مسلمانانو بخښنه غواړي.

 

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې فرښتې او هغه هم د ډير فضيلت والا، د عرشِ اعظم اوچتوونکې فرښتې د مسلمانانو په حق کښې د بخښنې دعاګانې کوي.

د بخښنې دُعا د انبيائے کرامو سُنَّت انبيا دي

هم دغه شان د الله پاک د خليل حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ډيره ښکلې دعا کومه چې شايد مونږه ټولو ته ياده وي، په قرآنِ کريم کښې هم ذِکر شوې ده، هغوئي دعا فرمائيلې ده:

رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیَّ وَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْحِسَابُ۠(۴۱) (پارہ:13، ابراهیم:41)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: اے زمونږه ربه! ما او زما مور و پلار او ټول مسلمانان اوبخښې په کومه ورځ به چې حساب قائميږي.

هم دغه شان حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام دُعا کړې ده: