Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain
(2): ایصالِ ثواب کوئ!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مرحومانو سره د رحمدلئ کولو دويمه طريقه ده: اِيصالِ ثواب. يعنې هغوئي ته ثواب بخښل. هسې خو ايصالِ ثواب د مړو د پاره خاص نه دے، د ژوندو د پاره هم ثواب کيدے شي. ([1]) البته! مرحومانو ته د ايصالِ ثواب ډير حاجت وي ځکه چې هغوئي د دنيا نه تلي وي، د هغوئي د نيکو سلسله بنده شوې وي، لہٰذا د هغوئي د پاره په خاص طور او په عام طور هم د ټولو مسلمانانو د پاره د ايصالِ ثواب کولو عادت جوړول پکار دي.
اعلیٰ حضرت، امام اهلسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: منقول دي چې د مؤمِنانو رُوحونه * د هرې جُمعې په شپه (يعنې د زيارت او د جُمعې ترمينځه شپه) *د اختر په ورځ * د عاشورې په ورځ * او په شبِ بَرأت کښې خپلو کورونو ته راځي او بهر اودريږي او هر رُوح په غمژن تيز آواز غږ کوي چې اے زما کور والؤ! اے زما اولاده! اے زما خپلوانو! (زمونږه د ايصالِ ثواب په نيت سره) د صدقه (خيرات) کولو په ذريعه په مونږه باندې مهرباني اوکړئ. ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ايصالِ ثواب بالکل جائز دے بلکې د نيکئ کار دے. په روايتونو کښې دي: سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مړي د پاره د