Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

نشي کيدے، تاسو جازونه لټوئ! ځکه چې زه د غوث پاک رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د يوولسمې شريفې د خيرات کولو پابندي کووم. چې څنګه خط ميلاو شو نو نوکرانو يـې جازونه لټول شروع کړل! آخر چې کله غاړې ته اورسيدل نو اوئې کتل چې جازونه سره د سامان صحيح سلامت موجود دي. سُبْحٰنَ الله.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ايصالِ ثواب د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ادا ده

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره ډير محبت کوي، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّت ته ايصالِ ثواب فرمائيلے وو. په حديثِ پاک کښي دي: خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه ګَډان ذبح کړل، د يو ثواب يـې ټول اُمَّت ته اورسولو [يعنې اوبخښلو] او يو يـې د ځان او اهلِ بيتو د پاره ذبح کړو. ([1])

  د بخښنې يوه وجه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره ډير محبت کوي، لہٰذا څوک چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّت ته خاص طور وفات شوو اُمَّتيانو ته فائده رسوي، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه نه ډير خوشحاليږي. ډير لوئي وليِ کامِل، حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيانوي چې زه د جُمعې په شپه هديرې ته لاړم نو اومې کتل چې هلته يو نُور پړقيږي، ما اووئيل: لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ داسې ښکاري چې الله پاک هديرې والا بخښلي دي. په دې کښې د لرې نه ما ته يو


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب الاضاحی، باب اضاحی رسول اللہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم، صفحہ:509، حدیث:3222۔