Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain
رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیَّ وَ لِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِنًا وَّ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِؕ- (پارہ:29، نوح:28)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: اے زما ربه! ما او زما مور او پلار او زما په کور کښې د ايمان په حالت کښې داخليدونکي او ټول مسلمانان سړي او ټولې مسلمانانې ښځې اوبخښې.
معلومه شوه چې د مسلمانانو په حق کښې د بخښنې دُعا کول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام طريقه هم ده.
اوس د نيکانو خلقو هم يو صفت واورئ! په قرآنِ کريم کښې دي:
وَ الَّذِیْنَ جَآءُوْ مِنْۢ بَعْدِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَ لِاِخْوَانِنَا الَّذِیْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِیْمَانِ (پارہ:28، الحشر:10)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او د هغوئي نه پس راتلونکي عرض کوي: اے زمونږه ربـه! مونږه او زمونږه هٰغه وروڼـه اوبخښې کومو چې زمونږ نه مخكښې ايمان راوړلو.
يعنې هغه نيکان او پرهيزګاران خلق کوم چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نه پس راغلي دي، هغوئي د الله پاک په بارګاه کښې دعا کوي: اے زمونږه رَبَّه! مونږه هم اوبخښې او زمونږه هغه وروڼه کومو چې زمونږ نه مخکښې ايمان راوړو (او د ايمان په حالت کښې د دنيا نه لاړل) هغوئي هم اوبخښې. ([1])