Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

کيدل په مسلمانانو باندې لازمي او ضروري دي. ([1])

  ياد ساتئ! دا ضروري نه ده چې څوک قبر ته کوز شوي دي، هغوئي به ټول ګنهګاران وي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډير زيات نيکان پرهيزګاران هم وي بلکې په لکونو اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم خو هم په مزارونو کښې آرام فرمائي. بهر حال! مقصد صرف دومره دے چې زمونږ زړۀ د مرحومانو د پاره نرم پکار دے، زمونږ په زړۀ کښې دا شوق پکار دے چې کوم مسلمانان د دنيا ته تلي دي، مونږ له هغوئي هيرول نه دي پکار، ياد ساتل پکار دي. چې اوليائے کرام او نيکان خلق ياد ساتو نو د هغوئي فيضان به زمونږه نصيب کيږي او عام مسلمانان چې ياد ساتو او د هغوئي د پاره زړۀ نرم ساتو نو زمونږ به هم برکتونه نصيب کيږي، د هغوئي به هم ښيګړه کيږي. الله پاک دې په مونږ باندې رحم اوکړي، کاش چې د رَحـمَةٌ لِّلعَالَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فيضان رانصيب شي او مونږ د ټولو ژوندو او مړو مسلمانانو په حق کښې رحمدل شو.

په مرحومانو باندې د رحم طريقې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د خپلو مرحومانو د پاره څه کولے شو؟ په کوم کوم انداز کښې هغوئي ته فائده رسولے شو؟ په قرآن او حديث کښې د دې دوه طريقې ښودلے شوې دي:

(1): د بخښنې دعاګانې کوئ!

د مرحومانو سره د رحمدلئ وړومبئ طريقه ده: د بخښنې دعا کول. په حديثِ پاک کښې دي: په قبر کښې د مړي حالت د ډوبيدونکي انسان په شان دے (يعنې چې څنګه


 

 



[1]... روح البیان، پارہ:28، سورۂ حشر، زیرِ آیت: 10، جلد:9، صفحہ:433۔