Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain
غيبي آواز اوشو: اے مالک بن ديناره! دا د مسلمانانو د خپلو مرحومانو وروڼو د پاره تحفه ده. ما اووئيل: تاسو ته دې د هغه واسطه وي چا چې تاسو له د وئيلو طاقت درکړے دے! آيا ما ته وئيلے نه شئ چې دا څه قيصه ده؟ هغه اووئيل: نن شپه يو مسلمان پاڅيدو او اودس يـې اوکړو او دوه رکعته نـمونځ يـې ادا کړو په کوم کښې چې هغه د سورۀ فاتحه نه پس د قُلْ یٰۤاَیُّهَا الْكٰفِرُوْنَ او قُلْ هُوَ اللّٰهُ اَحَدٌ تلاوت اوکړو او بيا يـې دعا اوکړه: اے الله پاکه! زه د دې ثواب مسلمانانو مرحومانو ته وړاندې کووم. پس الله پاک په مونږ باندې د مشرق او مغرب نه رڼا او نُور او خوشحالي او سُرور راخور کړو.
حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د هغې نه پس بيا ما د هرې جُمعې په شپه د دي نمونځ کولو او وفات شوو خلقو ته د دعا کولو معمول جوړ کړو. د دې نيک عمل په برکت په ما دا کرم اوشو چې يوه شپه زه اُوده شوم نو خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته په خوب کښې د خپل ديدار مبارک شرف راعطا کړو او ارشاد يـې اوفرمائيلو: اے مالک بن ديناره! څومره د نُور تحفې چې تا زما اُمَّت له ورکړې دي الله پاک د هغې په بدله کښې تۀ بخښلے يـې، تا ته يـې هم د هغې ثواب عطا کړے دے، او په جنّت کښې يـې ستا د پاره يو کور جوړ کړے دے. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
صحابۀ کرام او د مرحومانو سره رحمدلي
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ايصالِ ثواب د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم په معمولاتو کښې شامل وو. چې کله به څوک د دنيا نه رخصت شو نو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به په مختلفو طريقو د هغه د پاره ايصالِ ثواب کولو. په روايتونو کښې دي: * د انصارو