Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دا معمول وو چې کله به څوک وفات شو نو د هغه قبر له به تلل او هلته به يـې د قرآنِ کريم تلاوت کولو.  ([1])  * حضرت امام حسن او امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما به د خپل والدِ محترم يعنې د مسلمانانو د څلورم خليفه مولیٰ علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايصالِ ثواب د پاره غلامان آزادول.  ([2]) * حضرت سعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپلې مور بي بي د وفات نه پس د هغې د ايصالِ ثواب د پاره د اوبو يو کوهے اوکنستو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نوم بئرِ اُمِّ سَعد (يعنې د سعد د مور کوهے) کيښودو.  ([3]) * امام سيوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به تر اووه ورځو پورې د مړي د اړخ نه [په خلقو] ډوډئ خوړله.  ([4]) * هم دغه شان صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به په نورو ډيرو طريقو مړي ته فائده رسوله، مثلاً * سورۀ يٰس شريف به يـې لوستلو او د هغې ثواب به يـې مړي ته بخښلو * د بزرګانو په استعمال شوو جامو کښې به يـې مړي ښخول * په کفن باندې به يـې آيت، کلمه مبارکه وغيره ليکله د پاره د دې چې مړي ته د دې نه فائده اورسي * د دفن کولو نه پس به يـې مړي ته تلقين کولو (يعنې په حديثِ پاک کښې د بيان شوې طريقې مطابق به يـې مړي ته سوالونه او جوابونه وريادول) * د هغه د پاره به يـې د قبر په امتحان کښې د کاميابئ دعا کوله * په قبر باندې به يـې شنه څانګه يا بَل څه شين څيز کيښودو (د پاره د دې چې د دې د تسبيح [يعنې ثناء کولو] نه مړي ته فائده اورسي) * د دفن کولو نه پس به د مړي خوا ته ايساريدل * هديرې ته به تلل او دعاګانې به يـې کولې *


 

 



[1]... شرح الصدور، باب فی قراءۃ القرآن للمیت...الخ، صفحہ:218۔

[2]... مصنف ابن ابی شیبۃ، کتاب الجنائز، باب ما یتبع المیت بعد موتہ، جلد:3، صفحہ:262، حدیث:12۔

[3]... ابو داود، کتاب الزکاۃ، باب فی فضل سقی الماء، صفحہ:274، حدیث:1681 مختصراً۔

[4]... الحاوی للفتاویٰ، طلوع الثریا باظہار ماکان خفیا، صفحہ:591۔