Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

دي چې پۀ اَدب سره پۀ توجُّه سره بس د رَبِّ رحمان پۀ رحمت نظر ساتي، د هغه پۀ حضور کښې حاضر اوسي.

وضاحت: ياد ساتئ چې هٰغې بزرګې زنانه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها لړم لرې نه کړو، دا د هغې تقویٰ او کردار دے، زمونږ پۀ شان کمزوري ايمان والا که پۀ نـمونځ کښې لړم (يا بل تکليف ورکوونکے څيز) لرې کړي نو دا جائز دي. البته! د دې مسئلې خپل تفصيلات دي کوم چې به تاسو ته د اميرِ اهلِسُنّت پۀ رساله نماز کا طریقہ کښې ميلاؤ شي. هلته يـې ولولئ!

د حضرت حاتِم اَصَم د نـمونځ انداز

د حضرت حاتِمِ اَصَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چې د هغوئي د نـمونځ پۀ باره کښې پوښتنه وکړے شوه نو هغوئي ووفرمائيل: چې کله د نـمونځ وخت شي نو زۀ پوره اودس وکړم، بيا د نـمونځ ځائے ته راشم او کښينم تر دې چې زما اندامونه (يعنې د بدن ټولې حصې) پۀ سکون شي، بيا د نـمونځ د پاره ودريږم او کعبۀ معظمه د خپلو ورُوځو د وړاندې، پل صراط د ښپو لاندې، جنّت ښي اړخ ته او دوزخ ګڅ اړخ ته او ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام پۀ ځان پسې شاته خيال کووم او دا نـمونځ خپل آخري نـمونځ ګڼم. بيا د اميد او ويرې دواړو کيفيتونو سره حقيقتاً تکبيرِ تحريمه وايم، قرآنِ کريم پۀ قلاره قلاره لولم. رُکوع پۀ عاجزۍ سره او سجده پۀ خشوع سره کووم. ګڅه ښپه [د ځان نه لاندې] خوَره کړم او پۀ هغې کښينم او ښۍ ښپه ودروم. ښۀ د اِخلاص نه د کار اخستو باوجود هم دا ويره لرم چې معلومه نۀ ده چې زما نـمونځ به قبليږي او که نۀ! (احیاء العلوم ج ۱ ص ۲۰۶)

سُبْحٰنَ اللہ! څومره عظيم نـمونځ دے...!! کاش چې مونږ ته هم داسې توفيق رانصيب شي او مونږ هم د داسې ښکلو ښکلو تصوراتو سره نـمونځ وکړو. الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم