Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

کښې د حنفی نمونځ مکمله طریقه  بیان کړے شوې ده، د دې سره سره د نمونځ فرائض او واجبات ، سنّتونه او آداب، مکروهات او مستحبات هُم پکښې بيان کړے شوي دي، د دې رسالې د مطالعه کولو سره د نمونځ د احکامو ښۀ ډير معلومات حاصليدے شي.

(3):د نمانځه احکام: پۀ دې کتاب کښې تقریبا 12 رسالې شاملې دي، چې پکښې د اودس، نمونځ، غسل، تیمم، د قضاء نمونځونو طریقه، د جُمعې د نمانځه، د اخترو د نمونځونو، او د جنازې د نمانځه احکام لږ پۀ تفصیل سره بيان کړے شوي دي.

(4): د اسلامی خوئيندو نمونځ: پۀ دي کتاب کښې د اسلامي خوئيندو د نمانځه پوره طريقه بيان کړے شوې ده، د دې سره سره، د زنانؤ د پاکئ او ناپاکئ، د اودس او غسل وغیره احکام هُم بيان کړے شوي دي.

دا څلور واړه کتابونه د هر کس او د هر کور ضرورت دي، هُم نن دا کتابونه د مکتبۃ المدینه نه پۀ هديه سره اوغواړئ یا يـې د دعوتِ اسلامی د ویب سائټ www.dawat e Islami.net نه ډاونلوډ کړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                              صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د فیضانِ نماز کورس ترغیب

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوت اسلامي د علمِ دين نُور تقسيموونکے ديني تحریک دے او د دې تحریک دا عزم دے چې هر مسلمان کم از کم فرض علوم خو زده کړي د دې مقصد د پاره دعوتِ اسلامی د ډيرو شارټ [يعنې د مختصر وخت د] کورسونه اهتمام کوي، چې په هغو کښې يو کورس فیضانِ نماز کورس‘‘ هُم دے، پۀ دې کښې د نمونځ فرائض واجبات، سنتونه او مستحبات، د نمونځ عملی طریقه، د نمونځ ماتولو والا کارونو تفصیل او د دې نه