Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

پاک د رضا د پاره، د دروغو نۀ بلکې پۀ رښتيا د نـمونځ کولو عادت جوړ کړو نو آيا کرم به راباندې نه کيږي...!!

الله پاک دې مونږ ته پۀ ښۀ انداز کښې د نـمونځ کولو توفيق راعطا کړي. راځئ چې پۀ ښۀ انداز کښې د نـمونځ کولو يوه بله واقعه واورو:

د يو مجازي عاشق عجيبه واقعه

حضرت عبدُ الرَّحمٰن صَفَّوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ”نُزهَـةُ الْمَجالِس کښې يوه ډيره عجيبه واقعه بيان کړې ده، د هغې خُلاصه دا ده چې يو کس په يوه ښځه عاشق شو، آخر يوه ورځ هغه هِمَّت اوکړو او يوه چيټئ [يعني خط] کښې ئې هغه ښځې ته د خپل عِشق اِظهار اوکړو. هٰغې زنانه  د ډيرې شريفې کورنئ سره تَعَلُّق لرلو، چې هغې ته چيټئ ملاو شوه نو ډيره پريشانه شوه او ولې چې واده شوې هُم وه ځکه ئې د څه سوچ فِکر نه پس هغه چيټئ خپل خاوند ته وړاندې کړه. د هغې خاوند د يو جُمات اِمام وو او ډير زيات پرهيزګار او هوښيار انسان وو، د هغه په خپله ښځه باندې پوره اعتماد (يعني اعتِبار) وو. لِـهذا د هغه چيټئ په جواب کښې ئې د خپلې ښځې په ذريعه دا جواب ورکړو چې ”فلانکي جُمات کښې فلانکي اِمام پسې بے ناغه څلويښت ورځې پينځه وخته نمونځ د جَمعې سره ادا کړه، بيا به مخکښې ګورو. هغه ”عاشِق پابندئ سره د جَمعې نمونځ شروع کړو، چې څنګه څنګه ورځې تيريدلې هغسې په هغه باندې د نمانځه بَرَکتونه هُم ظاهريدل. چې څلويښت ورځې پوره شوې نو د هغه د زړه دُنيا بدله شوې وه چنانچه هغه دا پيغام ور اوليږو: (محترمې! د نمانځه په بَرَکت زما سترګې اوغړيدلې، مَعَاذَ الله ما به د حرام کارئ خيالونه کول خو د الله کريم ډير ډير شُکر دے چې هغه ما ته ستا د مَحبَّت نه نجات راکړو اَلْحَمْدُ لِلّٰه) ما د خپلې بد نِيَّتئ نه توبه اوکړه او تا نه هُم معافي غواړم. چې کله هغه نيکې ښځې خپل خاوند ته دا پيغام واورولو نو د هغه په ژبه بے اختياره جاري شو چې: