Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

ثواب حاصلوئ *ستاسو پۀ راپاڅولو چې څومره خلق نـمونځ کوي، د هغوئي د ټولو د نـمونځونو ثواب به هغوئي ته هم حاصليږي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ستاسو پۀ اعمال نامه کښې به هم ليکلے کيږي. * سحر وختي به د پيدل ګرځيدو موقع پۀ لاس درځي نو صحت به مو هُم ښۀ کيږي * يوه اهمه فائده به دا هم کيږي چې جومات ته به ډير خلق راځي، د يو اِسلامي ورور بيان دے چې مونږ پۀ يخنۍ کښې د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول شروع کړل نو نـمونځ کوونکي دومره زيات شو چې د جومات پۀ دالان کښې مو ورته [د يخنئ نه بچ کولو د پاره] تمبوان  [شاميانې] ولګولې. سُبْحٰنَ اللہ!   

هيڅ ګرانه نۀ ده، د جَمعې د وخت نه 20، 25 منټه مخکښې راپاڅئ! د سحر نـمونځ له خو هسې هُم تلل دي، [نـمونځ له د راپاڅولو د پاره] آواز کوئ او ځئ! جومات ته به هم ورسئ او د الله پاک پۀ فضل سره به د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب هم حاصل کړئ. نيت وکړئ! چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د سحر د نـمونځ د پاره به خلق راپاڅووم.

د مدينے د سفر سعادت نصيب شو!

د پنجاب د علاقې اِلٰه آباد (ضلع قصور) د اوسيدونکي يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ما د دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره تعلق خو لرلو خو د ديني کارونو پۀ لړ کښې پۀ سستۍ کښې ګير ووم، يوه ورځ يو ذمه دار اسلامي ورور زۀ پوهه کړم او د ديني کار کولو او خاص طور د سحر د نـمونځ د پاره د مسلمانانو د راپاڅولو د ديني کار پۀ پوره پابندۍ سره د کولو ترغيب يـې راکړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما ذهن جوړ شو او ما هم د بَلې ورځ نه پۀ دې باندې عمل شروع کړو. د سحر د نـمونځ د پاره مې د مسلمانانو پۀ راپاڅولو لاس پورې کړو، د الله پاک او د هغۀ د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم وشو، بخت مې څۀ داسې رابيدار شو چې هم پۀ هغه کال ما ته د مدينے د حاضرۍ سعادت