Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

صَـدَقَ اللّٰهُ الْعَظِيْمِ فِـىْ قَـوْلِـهٖ (يعني ربِّ عظيم په خپل اِرشاد کښې بالکل رښتيا فرمائيلي دي چې):

اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِؕ- (پارہ:21، العنکبوت:45)

[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِيمان: بيشکه نمونځ منع کوي د بے حيائي او بدې خبرې نه.

 (نُزهَةُ المجالِس ج ١ ص ١٤٠ مُلَخَّصاً)

اے د نمونځ د بَرَکتونو طلبګارو! تاسو اوليده؟ چې د نمانځه په بَرَکت يو بيلمانځه کس په سمه لار روان شو او د هغه په زړه کښې د مالِک حقيقي مَحبَّت پيدا شو او زړه ته ئې سکون حاصل شو. او واقعي د الله پاک او د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مَحبَّت داسې څيز دے چې کوم خوش نصيبه ته نصيب شي نو هغه بيا بل چا ته زړه هډو ورکولے نه شي.

محبت میں اپنی گما یاالٰہی!                                                                                                                  نہ پاؤں میں اپنا پتا یاالٰہی

رہوں مست وبے خود میں تیری وِلا میں                                            پلا جام ایسا پلا یاالٰہی

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نـمونځ برکتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځ ډير د برکت والا عبادت دے * نـمونځ د الله پاک د رضا سبب دے * نمونځ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو يخ والے دے *نمونځ د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دے * نـمونځ د تيارۀ قبر شمع ده * نـمونځ د قبر د عذاب نه بچ کوي * نـمونځ نُور دے * نمونځ د دِين ستَن ده * د جنَّت کُنجي ده * د نـمونځ سره رحمتونه نازليږي * نـمونځ د دُعاګانو د قبليدو سبب دے * نـمونځ د بيمارو نه بچ کوي * بدن ته راحت ورکوي * د نـمونځ سره پۀ رزق کښې برکت راځي * نـمونځ د بے حيايۍ او بدو کارونو نه منع کوي * پۀ وخت نـمونځ ادا کول د ټولو اعمالو نه افضل دے * د نـمونځ کوونکي د پاره د ټولو نه لوئي نعمت دا دے چې هغۀ به د قيامت پۀ ورځ د الله پاک ديدار کوي. (فیضانِ نماز)