Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

شو: ”يَارسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! څوک په خپل نمونځ کښې غلا څنګه کولے شي؟“ اُوئې فرمائيل: (داسې چې) هغه د دې رُکوع او سجدے نه پوره کوي.“  يا يـې ارشاد ووفرمائيلو: هغه پۀ رُکوع او سجدو کښې خپله ملا نه نيغوي.

(مسند امام احمد بن حنبل ج ۸ ص ۳۸۶ حدیث ۲۲۷۰۵)

  د کارغۀ پۀ شان ټونګې مۀ وهئ

حضرت عبد الرحمان بن شِبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کارغۀ پۀ شان  ټونګو وهلو او د سړې خوارو ځناورو پۀ شان د لاسونو خورولو نه منع فرمائيلې ده. (ابو داؤد ج ۱ ص ۳۲۸ حدیث ۸۶۲)

يعنې سجده کوونکے دې سجده داسې زر زر نه کوي لکه څنګه چې کارغۀ پۀ زمکه ټونګې وهي او فوراً [څۀ څيز] اوچتوي او پۀ سجده کښې دې څنګلې د زمکې سره نه لګوي لکه څنګه چې يـې سپے، شرمښ وغيره د څملاستو پۀ وخت لګوي.

 (مراٰۃ المناجیح ج ۲ ص ۸۷)

پۀ نـمونځ کښې د تادۍ کولو نقصانات

د خادمِ نبي، حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک د خوږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې نـمونځونه پۀ خپل وخت باندې ادا کړي او د نـمونځ د پاره پۀ ښه طريقه اودس وکړي او د دې قيام، خشوع، رُکوع و سجود (يعنې سجدې) پوره کړي نو د هغۀ نـمونځ سپين او روښانه شوے ووځي او دا وائي چې الله پاک دې ستا حفاظت وکړي څنګه چې تا زما حفاظت وکړو. او څوک چې نـمونځ بے وخته ادا کړي او د دې د پاره کامِل (يعنې پۀ ښه طريقه) اودس ونکړي او د دې خشوع، رُکوع او سجدې پوره نه کړي نو هٰغه نـمونځ تَک تور شوے ووځي او دا وائي چې الله پاک دې تا ضائع کړي څنګه چې تا زۀ ضائع کړم. تر دې