Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

د خُشُوع تعريف

د خشوع معنیٰ ده: د زړۀ فعل او د ظاهري اندامونو (يعنې لاسونو او ښپو) عمل. (تفسیر کبیر ج ۸ ص ۲۵۹) د زړۀ فعل يعنې چې د الله پاک پۀ عظمت يـې نظر وي، د دُنيا نه يـې توجُّه لرې شوې وي او پۀ نـمونځ کښې يـې زړۀ لګيدلے وي. او د ظاهري اندامونو عمل دا چې پۀ سکون سره ولاړ وي، اخوا ديخوا نه ګوري، د خپل بدن او جامو سره لوبې نه کوي او څۀ فضول کار نه کوي. (ماخوذ از تفسیر کبیر ج ۸ ص ۲۵۹، مدارک ص ۷۵۱، صا وی ج ۴ ص ۱۳۵۶)

پۀ نـمونځ کښې خشوع مُستَحَب ده

علامه بَدرُالدِّین عَینِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ نـمونځ کښې خشوع مستحب ده. (عمدۃ القاری ج ۴ ص ۳۹۱ تحتَ الحدیث ۷۴۱ ) اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د نـمونځ کمال، د نـمونځ نُور، د نـمونځ خوبي پۀ فهم و تَدَبُّر او حضورِ قلب (يعنې پۀ خشوع) باندې ده. (فتاوٰی رضویہ ج ۶ ص ۲۰۵) مطلب دا چې د اعلیٰ درجې نـمونځ هٰغه دے کوم چې پۀ خشوع سره ادا کړے شي.

پۀ خشوع سره نـمونځ ادا کول د ګناهونو کفاره ده

اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت عثمان ابنِ عفان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي چې ما د الله پاک د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي چې پۀ کوم مسلمان د فرض نـمونځ وخت راشي او هغه پۀ ښه طريقه اودس وکړي او د خشوع سره نـمونځ وکړي او پۀ صحيح طريقه رُکوع وکړي نو هٰغه نـمونځ د هغه د مخکښينو ګناهونو کفاره شي تر څو پورې چې هغه څۀ کبيره ګناه ونکړي او دا (يعنې د ګناهونو د معافۍ سلسله) هميشه وي (د څۀ زمانې سره خاص نه ده).

(مسلم ص ۱۱۶ حدیث ۵۴۳)

د رُکوع نه مُراد ټول نـمونځ دے

علامه عبد الرؤف مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې ليکي: د رُکوع نه مُراد