Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool
که تاسو خُشُوع و خُضُوع سره نمونځونه کول غواړئ نو د ټولو نه مخکښې د ګناهونو نه پرهيز اوکړئ، ګناهونه د خُشُوع په لاره کښې ډير غټ رُکاوټ دي، په ګناه باندې قائم اوسيدلو سره خُشُوع نه شي حاصليدلے.
که په زړه کښې نرمي او خُشُوع راوستل غواړئ نو کثرت سره [يعني ډيرې] نيکئ کوئ او يوه عظيمُ الشّانه نيکي تِلاوَتِ قرآن هُم ده. د تِلاوَت په سبب زړه نرميږي او خلقو سره ښيګړه کول هُم د زړه د نرمئ باعِث دي. يو کس په بارګاهِ رِسالت کښې د زړه د سختئ شکايت اوکړو نو خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد اُوفرمائيلو: ”که ته غواړې چې ستا زړه نرم شي نو مِسکينانو باندې طعام خوره او د يتيم په سر باندې لاس راښکاږه.“ (شُعَبُ الْاِيْمان ج ٧ ص ٤٧٢، حديث ١١٠٣٤)
اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ته يوې زنانه د قَساوَتِ قَلبِي (يعني د زړه د سختئ) شِکايت اوکړو نو هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ورته اِرشاد اُوفرمائيلو: ”مرګ په کثرت سره يادوه ستا زړه به نرم شي.“ چې کله هٰغې ښځې داسې اوکړل نو د هغې زړه نرم شو. بيا هغې د اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا شُکريه ادا کړله. (اَلروضُ الفائق ص ٢٣)
د الله پۀ نزد به د نـمر نه زيات روښانه مخ د چا وي؟
په يو حديثِ قُدسي کښې الله پاک اِرشاد فرمائي: زه د هر نمونځ کوونکي نمونځ نۀ قبلووم بلکه زه د هغۀ نمونځ قبلووم *څوک چې زما د عَظَمت په وجه تواضُع (يعني عاجِزي) اختيار کړي، *زما د حرام کړو څيزونو نه خپل خواهشات منع ساتي، *زما په نافرمانئ باندې اِصرار (ھمیشوالے) نه کوي، *په اُوږي [کس] باندې طعام