Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

علاوہ ډير څه زده کيږي، دا کورس فزیکلي [يعنې يو مرکز کښې د داخله اخستو په ذريعه] او آن لائن په دواړو طريقو کيږي، فزیکلي په دې کورس کښې د شرکت د پاره دارُ السُّنّه سره رابطه وکړئ، او آن لائن پۀ دې کورس کښې د شرکت د پاره د فیضان آن لائن اکیډمي د ویب سائٹ  www.Quranteacher.net  وزټ وکړئ.

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر د نمونځ د پاره راپاڅول

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او پۀ نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي. د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار د سحر نـمونځ د پاره راپاڅول هم دے. د سحر نـمونځ د پاره راپاڅول، د آخري نبي، نبئ اُميَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. * د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به د سحر د نـمونځ د پاره تللو نو اوده [کَسان] به يـې راپاڅول ([1]) * د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم دغه انداز وو ([2]) او * د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علـیُّ الْـمُرتَضٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هم پۀ دې ښکلي سُنَّت باندې عمل کولو. ([3])

تاسو هم دا سُنَّت اختيار کړئ! د سحر د نـمونځ د پاره خلق راپاڅوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * چې نور راپاڅوئ نو تاسو ته به هم د سحر د نـمونځ د جَمعې سره د کولو سعادت نصيب کيږي *سحر سحر به د نيکۍ د دعوت عام کولو


 

 



[1]... ابو داؤد، صفحہ:208، حدیث:1264۔

[2]... مشکاۃ المصابیح، جلد:1، صفحہ:244، حدیث:1240 ماخوذاً۔

[3]... تاریخ الخلفاء، صفحہ:112 ماخوذاً۔