Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دروغو نمونځ کوونکي ډاکوان

وائي چې ځل د ډاکوانو يوه ډله د يو مالدار سړي کور ته د ډاکه وهلو په غرض داخله شوه، اِتِّفاقاً د هغه مالدار سړي سترګې اوغړيدلې او شور ئې جوړ کړو، د ګاونډ خلق راپاڅيدل او ډاکوان اوتښتيدل، خلق ورپسې شو، ډاکوان مخکښې وو او خلق ورپسې وو. په لاره کښې ډاکوانو يو جُمات اوليدلو نو فوراً جُمات ته داخل شو او هسې د دروغو نمونځ ئې شروع کړو! خلق هم د هغوئي په تلاش کښې جُمات ته را اورسيدل، چې اُوئې کتل نو يو څو سړي په نمانځه کښې مصروف دي او د هغوئي نه علاوه جُمات کښې هيڅ څوک نه وو، هغوئي اُووئيل چې افسوس! ډاکوان لاړل. چنانچه خلق ناکامه بيرته لاړل. چې دا ئې اوليدل نو د ډاکوانو سردار خپلو ډاکوانو ملګرو ته اُووئيل: که نن مونږه هسې په دروغو د نمانځه شکل نه وے جوړ کړے نو ضرور به نيولي شوي وے، چې صرف په دروغو د نمانځه شکل جوړولو دا بَرَکت دے چې مونږه د ذِلَّت او رُسوائي نه بچ شو نو که مونږه په حقيقت کښې په صحيح طريقه نمونځ کول شروع کړو نو اللهُ رَبُّ الْعِزَّت به مونږه د دوزخ د مصيبت نه هُم بچ کړي، نو ځکه زه خو د اوس نه د لوټ مار نه توبه کووم او د الله پاک د نافرمانئ عادت پريږدم. د هغه ملګرو اووئيل: اے زمونږه سرداره! چې تاسو توبه اوکړه نو بيا مونږه ولې داسې پاتې شو! مونږه هُم تاسو سره توبه کښې شريک کيږو. چنانچه ټولو ډاکوانو د زړه په صِدق سره توبه اوکړه، او هغوئى پرهيزګاره خلق جوړ شو. (فیضانِ نماز، ص:۴۸)