Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

باب ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نـمونځ د ظاهري او باطني آدابو پۀ باره کښې به ډير څۀ زده کړئ. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.  

  راځئ چې د نـمونځ يو څو آداب واورو:

(1): نـمونځ له وخت ورکړئ!

د نـمونځ وړومبے او اَهم ترين اَدب دا دے چې نـمونځ له وخت ورکړې! وګورئ چې نـمونځ د دِين ستَن ټاکلے شوې ده، د دِين پۀ فرائضو کښې اَهم ترين فرض نـمونځ دے، د دې دومره ډير فضائل او فائدې بيان کړے شوې دي. اوس دغه فائدو ته د رسيدو د پاره، د دې اهم ترين فرض ادا کولو د پاره خو به وخت ويستل وي خو افسوس چې *دلته حالات داسې دي چې خلق زر زر جومات ته راشي، زر زر نـمونځ وکړي او کور ته روان شي، څومره تادي چې پۀ نـمونځ کښې کيږي، شايد چې پۀ بَل څۀ کار کښې به نه کيږي...!! * بيا شيطان مردود...!! دے هم تنګول کوي، چې بنده څنګه نـمونځ شروع کړي نو شيطان به کله يو کار وريادوي او کله بَل کار، بس بيا تادي شروع کړي چې زر زر نـمونځ وکړه! بيا فلانکے فلانکے کار هم کول دي.

دغسې خلق د دنيائي کارونو د پاره پۀ نـمونځ کښې تادي کوي او د نـمونځ د آدابو د خيال ساتلو نه بغير چې هر څنګه وي نـمونځ وکړي. الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي، پۀ نـمونځ کښې تادي کول ډيره د نقصان خبره ده.

پۀ نـمونځ ادا کولو کښې تادي

د الله پاک د آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالي شان دے: ”په خلقو کښې بد ترين غَل هٰغه دے څوک چې په خپل نمانځه کښې غلا اوکړي“: عرض اوکړے