Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

څه لوَلئ د هغې په معنٰى نظر ساتئ (٢٦) د نمانځه فرائض، واجِبات، سُنَن و مُسْتَحَبّات په ښه طريقه ادا کوئ (٢٧)زر زر نه بلکه اطمينان سره نمونځ کوئ.

خشوع  اے  خدا!  تو  نمازوں  میں  دیدے                                                                    اجابت  کرم  سے  دعاؤں  میں  دیدے

الله پاک دې مونږ ته د پينځه واړو نـمونځونو پۀ پابندۍ سره د جَمعې سره پۀ جومات کښې د ظاهري او باطني آدابو د خيال ساتلو سره د ادا کولو توفيق رانصيب کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم. 

د امیر اهلسنّت د څلورو کتابونو تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څنګه چې نمونځ پۀ هر عاقل بالغ مسلمان نارينه او زنانه باندې فرض دے، هُم داسې د دې ضروری احکام زده کول هُم ضروری  دي. پۀ موجوده دور کښې د امیرِاهلسنت مولانا محمد الیاس عطار قادری دَامَتْ بَرَکَاتُهمُ  الْعَالِیَه ذات د څۀ نعمت نه کم نه دے، امیرِاهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُهمُ  الْعَالِیَه د هرې سطحې د خلقو د خيال ساتلو سره پۀ آسان انداز کښې د نمانځه د فضائلو او احکامو متعلق 4 کتابونه ليکلي دي:

(1): فیضانِ نماز: دا کتاب تقریباً پۀ 600 صفحاتو مشتمل دے. د نمونځ سره مينه پيدا کولو او د دې د آدابو د معرفت حاصلولو د پاره د دې کتاب مطالعه نهایت فائده منده ده. پۀ دې کتاب کښې د جومات فضائل، د نمونځ ثوابونه، د پينځه وخته نمونځ فضائل، جَمعې سره د نمونځ کولو فضائل، د سجدے فضائل، خُشوع  او خضوع سره د نمونځ کولو فضائل، د نمونځ نۀ کولو عذابونه، او د نمانځه د عاشقانو  86 حکایات بيان کړے شوي دي، ضمناً نور ډير مسائل، د صحابۀ کرامو رَضِیَ الله عنهم او اولیائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهم  حالات هُم پکښې بيان کړے شوي دي.

(2):نمازکا طریقه: تقریبا د 120 صفحاتو  رساله د هر عمر والا د پاره فائده منده ده، پۀ دې