Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

ځکه مونږ له پکار دي چې نـمونځ ادا کړو، پينځه واړه نـمونځونه ادا کړو، پۀ جومات کښې يـې د جَمعې سره ادا کړو، څومره به ښۀ وي چې پۀ وړومبي صف کښې يـې د تکبير اُولیٰ سره ادا کړو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به د دِين او دُنيا بے شميره خيرونه رانصيب شي.

بھائیو! گر خُدا کی رضا چاہئے                                                                                                                  آپ پڑھتے رہیں باجماعت نماز

آؤ! مسجد میں جھک جاؤ ربّ کے حُضُور                                                                تم کو دِلوائے گی حق سے رِفعت نماز

صبر سے اور نمازوں سے چاہو مدد                                                                                      پُوری کروائے ہر ایک حاجت نماز

نـمونځ د بدو نه منع کوي

الله پاک پۀ 21 سيپاره سُوْرَۃُ الْعَنْکَبُوْت آیت 45 کښې ارشاد فرمائي:

اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِؕ- (پارہ:21، العنکبوت:45)

[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِيمان: بيشکه نمونځ منع کوي د بے حيائي او بدو خبرو نه.

د الله پاک فرمانِ عاليشان بيشکه حق حق او حق دے. ”يقيناً نمونځ د بے حيائي او بدو خبرو نه منع کول کوي.“ خو څه وجه ده چې نن صبا بيشميره نمونځ ګُزاره خلق د مور و پلار نافرمانئ، بے پردګئ، بے حيائي، کنځلو کولو، غِيبت، چغلئ، د بے حيائي خبرو، زړه ازارولو، د خلقو د حق تلفئ، د سُود او رِشوت لين دين وغيره ګناهونو کښې کثرت سره اخته دي! آيا حقيقي نمونځ ګُزاره دروغژن، دوکه باز، چغل خور کيدے شي، آيا حقيقي نمونځ ګُزاره حرام رِزق ګټلو والا، حرام خور او په نورو حرام خوړلو والا کيدے شي، آيا حقيقي نمونځ ګُزاره د فِلمونو او ډرامو شوقي، د سندرو او سازونو د پروګرامونو او غږولو شوقي کيدے شي، آيا حقيقي نمونځ ګُزاره ګيره خرئيلو والا يا د يو مُوټي نه کمولو والا کيدے شي؟ نه...... کله هُم نه...... بالکل نه. بيشکه حقيقت هُم دا دے چې نمونځ د ګناهونو نه منع کول کوي. خو افسوس! زمونږه خپلو نمونځونو کښې