Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

شيطان بنده د نمانځه نه منع کوي، که بيا هُم بنده نمونځ کول شروع کړي نو هغه ته مُختلِف دُنيوي څيزونه وريادوي او په دې  د نمانځه د رُوح يعني خُشُوع و خُضُوع ختمولو کوشش کوي. بُزُرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم به خُشُوع و خُضُوع سره نمونځونه ادا کول، مونږ ته هُم د خُشُوع و خُضُوع حاصلولو د پاره ډير ډير کوشش کول پکار دي او د دې د حاصلولو د پاره په ژړا ژرا دُعـاګانې کول پکار دي. زمونږه خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به داسې دُعـا کوله:

(١)  اَللّٰھُمَّ اِنِّیْ اَعُوْذُ بِکَ مِنْ قَلْبٍ لَّا یَخْشَعُ                      يا الله! زه د هٰغه زړه نه ستا پناه غواړم کوم چې خُشُوع اختيار نه کړي.

 

(٢) رَبِّ اجْعَلْنِی لَکَ شَکّارًا، لَکَ ذَکَّارًا، لَکَ  رَھَّابًا، لَکَ مِطْوَاعًا، لَکَ مُخْبِتًا،اِلَیْکَ اَوَّاھًا مُّنِیْبًا                   اے زما ربّـه! ما ستا ډير شُکر ګُزار، ستا کثرت سره ذِکر کوونکے، ستا نه ډير زيات ويريدلو والا، ستا نهايت فرمانبردار، ستا د پاره خُشُوع اختياروونکے، ستا په بارګاه کښې ډير ژړا فرياد کوونکے او رُجُوع راوړونکے جوړ کړې.

 

(٣) اَللّٰھُمَّ اِنِّیْ اَعُوْذُ بِکَ مِنْ عِلْمٍ لَّا یَنْفَعُ، وَمِنْ قلْبٍ لَّا یَخْشَعُ، وَمِنْ نَفْسٍ لَّا تَشْبَعُ، وَمِنْ دَعْوَۃٍ لَّا یُسْتَجَابُ لَھَا              يا الله! زه ستا پناه اخلم د هٰغه عِلم نه، کوم چې نفع نه ورکوي  د هٰغه زړه نه کوم چې خُشُوع نه اختياروي، د هٰغه نفس نه چې نه مړيږي، د هٰغې دُعـا نه چې قبوله نه شي.

 

(٤) اَللّٰھُمَّ اِنِّیْ اَعُوْذُ بِکَ مِنْ صَلَاۃٍ لَّا تَنْفَعُ                   يا الله! زه ستا پناه اخلم د هٰغه نمانځه نه کوم چې نفع رانکړي.

ګناهونه د خُشُوع په لاره کښې ډير غټ رُکاوټ دي