Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

زما پۀ لور متوجِّه شہ!

حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي چې د دواړو جهانونو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالي شان دے: چې کله بنده د نـمونځ د پاره ودريږي نو هغه د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضر وي، چې کله هغه اخوا ديخوا ګوري نو الله پاک ارشاد فرمائي: تۀ د چا پۀ لور ګورې؟ آيا زما نه د بهتر پۀ لور ګورې؟ اے اِبنِ آدم (يعنې اے انسانه!) زما پۀ لور متوجِّه شه! زۀ د هغه نه بهتر يم د چا پۀ لور چې تۀ ګورې. (مسند البزار ج ۱۶ ص۲۰۰ حدیث ۹۳۳۲)

پۀ نـمونځ کښې د اخوا ديخوا کتلو پۀ وجه د رحمت اوړيدل

حضرت ابوذَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي: رسولِ انور، محبوبِ رَبِّ اکبر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد ووفرمائيلو: د الله پاک رحمت د نـمونځ کوونکي پۀ لور متوجِّه وي تر څو پورې چې هغه اخوا ديخوا اونه ګوري، چې کله اخوا ديخوا وګوري نو د الله پاک رحمت هم د هغه نه واوړي.

 (ابو داؤد ج ۱ ص ۳۴۴ حدیث ۹۰۹)

پۀ نـمونځ کښې لړم 40 ټکونه وچيچله

حضرت عبدُ الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ وړوکوالي کښې ما ليدلې يوه عبادت ګزاره زنانه ما ته ډيره ښه ياده ده. د نـمونځ پۀ حالت کښې لړم هغه څلويښت ټکونه وچيچله خو د هغې پۀ حالت کښې لږ شان فرق هم رانغلو. چې کله هغه د نـمونځ نه فارغه شوه نو ما ووئيل: مورې! دا لړم تاسو ولې نه لرې کوو؟ جواب يـې راکړو: ځويه! اوس لا تۀ ماشوم يـې، دا څنګه مناسب وه! زۀ خو د خپل رَبّ تعالٰی پۀ کار کښې مشغوله ووم نو خپل کار مې څنګه کړے وو؟ ( کشف المحجوب ص ۳۳۲ )

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ځانګړے سوچ دے...؟ بنده چې کله د رَبّ تعالٰی پۀ حُضُور کښې حاضر شي، د هغه پۀ عبادت کښې مصروف شي نو بيا د هغۀ سره دا چرته ښائي چې هغه اخوا ديخوا اوګوري، د سترګو پۀ ګوټ کښې يو خوا بَل خوا اوګوري، هغۀ له خو پکار