Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

(3): پۀ اِخلاص سره نـمونځ کوئ!

د نـمونځ د قبليدو د پاره د ټولو نه بنيادي شرط اِخلاص دے. لہٰذا د هر قِسمه نـمونځ که هغه فرض وي او که نفل، صرف او صرف د الله پاک د راضي کولو د پاره ادا کول پکار دي، نورو ته ښودلو د پاره د ريا نـمونځ کول نۀ دي پکار.

د ربُّ العٰلمين توهين کوونکے

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: چا چې د خلقو پۀ مخکښې پۀ ښه طريقه او پۀ تنهايۍ [يعنې يواځې ځائے] کښې پۀ بده طريقه نـمونځ ادا کړو، بے شکه هغۀ د خپل رَبّ تعالٰی توهين [يعنې بے ادبي] وکړه. (مسند ابویعلیٰ ج ۴ ص۳۸۰ حدیث ۵۰۹۵)

نوټ: دلته د توهين نه مُراد پۀ بارګاهِ اِلٰہی کښې د اَدَب کمے دے، کفريه توهين مُراد نه دے.

د 30 کالو نـمونځونه يـې بيا راوګرځول

يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ديرشو کالو پورې پۀ جومات کښې پۀ وړومبي صف کښې (د جَمعې سره) نـمونځ ادا کړو، يو ځل هغوئي ته پۀ وړومبي صف کښي ځائے ميلاؤ نه شو او پۀ دويم صف کښې ودريدو نو شرم يـې محسوس کړو چې خلق به څۀ وائي چې وګوره! نن د دې سړي نه وړومبے صف لاړو. د دې خيال راتلو سره هغۀ د خپلې اصلاح سوچ اوکړو او خپل نفس ته يـې ووئيل: اے نفسه! ما چې تر ديرشو کالو پورې کوم نـمونځونه پۀ وړومبي صف کښې ادا کول آيا هغه مې خلقو ته د ښودنې د پاره ادا کول چې نن تا له شرم درځي! بيا هغوئي د تيرو ديرشو کالو نـمونځونه بيرته راوګرځول (يعنې بيا يـې ادا کړل) او د کمالِ صدق او اِخلاص ډير عجيبه مثال يـې قائم کړو.

 (اِحیاءُ العلوم ج ۲ ص ۳۰۲)

اَللہُ اَکْبَر! زمونږ د بزرګانو د اِخلاص جذبه صد کروړ مرحبا! صرف د زړۀ د يو خيال له وجې يـې د ديرشو کالو نـمونځونه بيا ادا کړل. خو آه! زمونږ د غافلو حالت دا