Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

دے چې اوّل خو مو زړۀ د عبادت د شوق نه خالي وي او که پۀ څۀ طريقه عبادت وکړو نو هُم د اِخلاص پکښې کمے وي بلکې د واه واه د بد آفت له وجې د عبادت ثواب پۀ خطره کښې واچوو.

نفسِ بدکار نے دل پر یہ قِیامت توڑی

عملِ نیک کیا بھی تو چھپانے نہ دیا

الله کريم دې مونږ ته توفيق راعطا کړي چې د ريا نه پاک صرف او صرف د الله پاک د رضا موندلو پۀ نيت سره پينځه واړه نـمونځونه ادا کوو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! رَبّ تعالٰی به راضي شي او ډير برکتونه به رانصيب شي.

(4): نـمونځ پۀ خشوع و خضوع سره ادا کوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نـمونځ پۀ آدابو کښې دي چې نـمونځ د خشوع و خضوع سره ادا کړے شي. الله کريم پۀ اتلسمه سيپاره سُوْرَۃُ الْمُؤْمِنُوْن آيت يو او دويم کښې ارشاد فرمائي:

قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَۙ(۱) الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَۙ(۲)  (پارہ:18، المؤمنون:1-2)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: بيشکه ايمان والا کامياب شول، هٰغه خلق چې په خپل نمونځ کښې خشوع و خضوع کوونکي دي.

پۀ تفسير صراط الجنان جلد شپږم، صفحه 494 کښې دي: پۀ دې آيت کښې ايمان والؤ له زيرے ورکړے شوے دے چې بے شکه هغوئي د الله پاک پۀ فضل سره پۀ خپل مقصد کښې کامياب شول او د هميشه د پاره به جنّت ته داخليږي او هلته به د هر ناخوښه څيز نه نجات بيامومي. (تفسیر کبیر ج ۸ ص ۲۵۸، روح البیان ج ۶ ص ۶۶ ملتقطا) نور پۀ صفحه 496 کښې دي: ايمان والا د خشوع و خضوع سره نـمونځ ادا کوي، هٰغه وخت د هغوئي پۀ زړونو کښې د الله پاک ويره وي او د هغوئي اندامونه ساکن (يعنې ودريدلي او پۀ سکون سره) وي.