Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

د نـمونځ ټول ارکان دي يعنې هغه د نـمونځ ټول ارکان پۀ ښه طريقه او خشوع سره ادا کړي او د ټولو ارکانو پۀ ښه طريقه د ادا کولو مطلب دا وي چې هر رُکن پۀ پوره طريقه (د سنّتو وغيره خيال ساتلو سره) ادا کړے شي. (نور فرمائي:) نـمونځ به د صغيره (يعنې وړو) ګناهونو د پاره کفاره وي، د کبيره (يعنې غټو) ګناهونو د پاره نۀ، ځکه چې کبيره ګناهونه پۀ نـمونځ سره نه معاف کيږي (د کبيره ګناهونو د معافۍ د پاره به توبه او د هغې تقاضې پوره کول وي). (التیسیر ج ۲ ص ۳۵۸)

د خُشوع والا نـمونځ غم لرې کوي

د مکـتبة الـمدينه د 103 صفحو کتاب راهِ علم پۀ صفحه 87 کښې دي: نـمونځ پۀ خشوع و خضوع سره ادا کول او پۀ تحصيل علم (يعنې د عِلمِ دِين پۀ حاصلولو) کښې لګيا اوسيدل فِکر او غم لرې کوي. (راهِ علم)

پۀ رزق کښې د برکت مضبوطه ذريعه

هم د دې راهِ عِلم پۀ صفحه 92 کښې دي: پۀ رزق کښې د برکت مضبوط ترينه ذريعه دا ده چې انسان نـمونځ پۀ خشوع و خضوع سره او د تَعديلِ اَرکان (يعنې د نـمونځ ارکان پۀ قلاره قلاره د ادا کولو) خيال ساتلو او د ټولو واجباتو او سُنتو او آدابو پوره خيال ساتلو سره ادا کړي. ([1])

وور ولګيدو خو پۀ نـمونځ کښې مشغول پاتې شو!

تابعي بزرګ حضرت مُسلم بن يَسار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به دومره پۀ توجُّه سره نـمونځ ادا کولو چې د خوا و شا به ورته هيڅ خبر نۀ وو، يو ځل پۀ نـمونځ کښې مشغول وو چې پۀ خوا


 

 



[1]...  راہِ علم، صفحہ:92۔