Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool
حضرتِ سَيِّدُنا ابو دَرداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به فرمائيل: ”د سړي د پوهې [يعني عقلمندئ] نه ده چې هغه مخکښې خپل ضرروري کار ختم کړي چې د نمانځه شروع کولو وخت کښې د هغه زړه فارِغ وي.“ (قُوتُ الْقُلُوب ج ٢ ص ١٦٩) تابِعِي بُزُرګ حضرتِ سَيِّدُنا مسرُوق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خپل کور کسانو ته فرمائيل: ”(زما سره مُتَعَلِّق) خپل ټول حاجتونه زما د نمانځه شروع کولو نه مخکښې مخکښې ما ته بيان کړئ.“ (حِلْيَةُ الْاَوْلِيَاء ج ٢ ص ١١٢ رقم ١٦١١)
پۀ نـمونځ کښې چې څۀ لولې چې د هغې معنې درته يادې وي
د خشوع حاصلولو د پاره چې بنده ته پۀ نـمونځ کښې د لوستونکو سورتونو او د نـمونځ د ذِکرونو مثلاً ثناء، سورۀ فاتحه، رُکوع او د سجدې د تسبيحاتو او د دُرُود شريف وغيره معنې معلومې وي د پاره د دې چې هغۀ ته پته وي چې زۀ خپل رَبّ ته څۀ عرض کووم. د آيتونو او دُعاګانو معنې که چرې د بنده پۀ ذِهن کښې موجودې وي نو خيالونه به يـې پۀ قابو کښې وي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پوره طور به د خشوع و خضوع سره د نـمونځ ادا کولو سعادت ورنصيب کيږي.
پۀ نمانځه کښې د خُشُوع پيدا کولو 27 مَدَني ګلونه
الله پاک دې مونږ ته په خُشوع و خضوع سره د نمونځ کولو توفيق راکړي، اميرِ اهلِ سُنّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د دې د ترغيب د پاره مدني ګلونه ارشاد فرمائي:
(١) که لوَږه يا تنده لرئ نو هغه ختمه کړئ (٢) د متيازو وغيره (٣) ضروري خبرو اترو او (٤) فون کولو يا اوريدلو نه ځان فارغه کړئ (٥) موبائل فون سائلِنټ کړئ (٦)ماشومانو نه لرې اوسئ (٧) د شور شغرب د آوازونو نه د بچ کيدلو تدبير اوکړئ (٨)څوک مو چې انتظار کوي هغه فارغ کړئ (٩) که مخامخ ديوال باندې نقش و نِګار